د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو د رئیس په مشرۍ پلاوى د درې ورځني ورکشاپ دايرولو په موخه پکتيا ولايت ته په رسمي سفر ولاړ

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱ - ۱۱:۳۷
125

 د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو د رئیس قاري منصوراحمد حمزه په مشرۍ د ياد وزارت پلاوي د پکتیا ، پکتیکا، خوست او لوګر ولايتونو د نشراتو، کتابونو وېش او ګدامونو مديريت کارکوونکو د ظرفيت لوړولو په موخه، په درې ورځني ورکشاپ کې د ګډون لپاره پکتيا ولايت ته رسمي سفر وکړ.
په پيل کې ياد پلاوي، د پکتيا ولايت پوهنې رئيس، مولوي عبدالوکيل خالد سره په کتنه کې د نشراتي مديريت، ښوونځيو او مدارسو ته د کتابونو رسولو ، د درسي موادو په منظم وېش او لرې پرتو سيمو ته د يادو موادو په رسولو بحث او خبرې وکړې.
ورپسې د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړيکو رئيس د ياد ورکشاپ د موخې په اړه ګډون والو ته تفصيلي معلومات وړاندې او هغه يې د پوهنې کارکوونکو په ظرفيت لوړولو او خلکو ته په ټاکلي وخت د خبرونو رسولو په برخه کې خورا مهم وباله.
په پام کې ده چې د ياد درې ورځني ورکشاپ په بهير کې د پوهنې وزارت مسئولينو له لوري   د خبريالۍ د بنسټونو، د درسي موادو منظم وېش، د هغو په منظم ډول زخيره کولو په برخه کې ګډون والو ته د هغوى دظرفيت لوړولو په موخه بېلابېل ښوونيز پرېزنټېشنونه وړاندې شي.
د يادولو وړ ده، دا ډول ورکشاپونه چې د يوه مرستندويه بنسټ له لوري تمويليږي، درې اوونۍ وړاندې د شمالي ٩ ولايتونو لپاره په بلخ ولايت داير شوى وو، چې ياده لړۍ به د هېواد نورو زونونو ته هم وغځول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۱۱
Background image

پکتیکا کې د زده‌کوونکو د علمي او نوښتګرو پروژو لومړنی نندارتون جوړ شو

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه ښار کې د زده‌کوونکو د علمي او نوښتګرو پروژو لومړنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو زده‌کوونکو خپلې بېلابېلې علمي او تخنیکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۵۱
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو او پوهنې کارکوونکو لپاره علمي برنامه جوړه شوه

د بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ پوهنې آمریت لخوا، د یو شمېر ښوونکو او اداري کارکوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، د «ښوونه او روزنه کې نوښت» تر سرلیک لاندې علمي برنامه جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او امل‍اکو د ساتنې او مراقبت رئیس د یوه دارالعلوم ترمیماتي پروژه وڅاره

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، له خپل مل تخنیکي پلاوي سره د کابل ولایت بګرامي ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله علیه) له. . .

BACK TO NEWS