د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس دایکنډي ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۰:۳۱
سشی

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکيتونو د ساتنې او مراقبت د رئیس مولوي سمیع الحق حماس په مشرۍ یوه پلاوي دایکندي ولایت ته سفر وکړ او د یوې غونډې په ترڅ کې چې د دغه ولایت په پوهنې ریاست کې جوړه شوې وه، د پوهنې رئیس مولوي رحمت الله قندیلي سره وکتل. د پوهنې وزارت پلاوي یاد ولایت ته د خپل سفر موخه، د پوهنې د بودیجې د مصرف ارزونه د تدارکاتي پروژو، د پاتې اسنادو او حوالو، د مدارسو د نویو لارښودونو برابرول، د ښوونکو د تدریسي ساعتونو تنظیمول، د ښوونکو د پورونو د صندوق پرانیستل، د کار او املاکو په برخه کې د بیارغونې او ساختماني پروژو وضعیت له نږدې څېړل وبلل او د پوهنې پروژو په پلي کولو کې یې د بودیجې په لګښت کې پر روڼتیا ټینګار وکړ. له بلې خوا د دغه ولايت پوهنې مسئولينو هم ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو پرمهال څرګنده کړه، چې دغه غونډه د دایکندي ولایت د پوهنې د کیفیت لاښه والي او په ښوونیز نظام کې د شته ستونزو د حل په موخه جوړه شوې وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS