د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې ریاست پلاوی پنجشېر ولایت ته ولاړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۲:۴۲
kijuhygft
د کارپوهانو او روزونکو په ګډون د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې ریاست پینځه کسیزه پلاوی، د پنجشېر ولایت پوهنې ریاست، د ولسوالیو پوهنې آمریتونو او یو شمېر ښوونځيو اداري غړو لپاره د روزنیز ورکشاپ جوړولو، د عملیاتي پلانونو بیاکتنې، څارنې او یو شمېر نورو ښوونیزو پروګرامونو جوړولو په موخه همدغه ولایت ته ورسېد.
یاد پلاوي د پنجشېر له پوهنې رئیس مفتي حبیب الله نوري قتاده او مسئولینو سره په کتنه کې د خپل سفر اساسي موخه تشرېح کړه او د تطبیق په برخه کې یې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
بل خوا د ياد ولايت پوهنې رئيس د پلاوي د سفر د آجنډا په پلي کولو کې له دوی سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS