د پوهنې وزارت د ښوونځیو او دارالحفاظونو رئیس بادغیس ولایت ته ولاړ

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۴ - ۱۱:۳۸
۱۲۳

د پوهنې وزارت د ښوونځیو او دارالحفاظونو رئیس مولوي عبدالرزاق صدیقي د یوه پلاوي په مشرۍ بادغیس ولایت ته ولاړ.
لومړي پلاوي د بادغیس ولایت د پوهنې له رئیس مولوي محب الله احسان سره د دیني مدرسو له استادانو سره له نږدې وکتل.
غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د دغه ولایت د پوهنې رئیس بادغیس ولایت ته راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د دغه پلاوي د سفر موخې یې حاضرینو او د پوهنې ریاست مسوولینو ته تشریح کړې.
دغه راز د علماوو شورا مرستیال شیخ مولوی اغا او د یاد ولایت د استخباراتو رئیس مولوی سرج هم د یاد وزارت د مشرتابه له پاملرنې او زیار او په دې برخه کې د راغلی پلاوی له شتون څخه خوښی څرګنده کړه. دوی وويل، چې اوسمهال په بادغيس ولايت کې د لومړنيو او منځنيو مدرسو په ګډون سلګونه مدرسې تخصصي دي او له اداري پلاوي يې وغوښتل، چې د مدرسو مالي او تدريسي ستونزو ته پاملرنه وکړي.
ورپسې د پوهنې وزارت د ښوونځیو او دارالحفاظ رئیس وویل: بادغیس ولایت یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په تېرو شلو کلونو کې یې په جهاد کې فعاله ونډه درلوده، خو تر اوسه یې ستونزو ته پاملرنه نه ده شوې. د پوهنې په برخه کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي او له همدې امله د پوهنې وزارت غواړي چې په دې برخه کې د پخوا په پرتله خپل ملاتړ او پاملرنه زیاته کړي.
د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د کلیو د مدرسو لپاره ښوونکي وګماري، ترڅو عالمان په لیرې پرتو مدرسو کې په رسمي ډول تدریس وکړي.
په دې کتنه کې د پوهنې وزارت پلاوي له جوړ شوي طرزالعمل سره سم په دغه ولایت کې له یادو مدرسو او دارالحفاظونو سره پنځه سوه زره افغانۍ نغدي مرسته وکړه.
له همدې امله، بورډ لارښوونه وکړه چې د ولسوالیو د مدرسو احصایې تنظیم کړي، ترڅو د دوی ستونزې حل کړي.
ورپسې د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو رئیس د دغه ولایت له یو شمېر مدرسو او یتیم خانو څخه لیدنه وکړه او د یادو ادارو د اداري او تدریسي چارو د ارزونې په ترڅ کې یې د یادو مدرسو له یتیمانو سره د نغدي مرسته وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د خوست ولایت د پوهنې نوی رئیس معرفي شو

د یو لړ مراسمو په ترڅ کې محترم شیخ مسلمین راشد د خوست ولایت د پوهنې نوي رئیس په توګه معرفي او خپله دنده یې پیل کړه.
په یادو مراسمو کې د پوهنې ریاست د چارواکو او کارکوونکو سربېره، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د کابل ښار عبدالعلي مستغني لېسې اړوند ۸۰ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د ښوونځیو زده‌کوونکو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو او تدریسي موادو چمتو کولو لپاره، د کابل ښار پوهنې ریاست، د شپږمې تعلیمي حوزې اړوند عبدالعلي مستغني لېسې زده‌کوونکو لپاره (۸۰ پایې) مېزونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د سرپل ولایت په یو باب لېسه کې د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ د شهید هاشمي لېسې زده‌کوونکو او کارکوونکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو په موخه، د یو تن خیرخواه شخص لخوا د ۵۶ زره ۹۲۰ افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یو حلقه. . .

BACK TO NEWS