د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره ۶ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۴:۱۳
12

د پوهنې وزارت له لوري د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو د روزنیزو مهارتونو او وړتیاوو لوړولو په موخه ۶ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د یاد وزارت د نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس الحاج مولوي اول ګل ایوبي، د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا رئیس مولوي محمد ابراهیم عمري، مسئولینو، کارپوهانو او استادانو په حضور کې په رسمي ډول پرانیستل شو.

په پیل کې د پوهنې وزارت د نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس ګډون والو او حاضرو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ورکشاپ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د دغه ورکشاپ له پیلولو یې اساسي موخه، د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو د مسلکي وړتیاوو او تدریسي میتودونو پياوړتیا، د هېواد په ښوونځیو کې د ښوونکو د مېتودیکي مهارتونو وده او د ښوونیز کیفیت لوړوالی دی.

ورپسې د یاد وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا رئیس مولوي محمد ابراهیم عمري په خپلو خبرو کې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره د روزنيزو ورکشاپونو جوړولو او لاسته راوړنو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې او د یادو ښوونيزو پروګرامونو پر دوام يې د ټينګار ترڅنګ، له ګډون والو وغوښتل چې د دغه ورکشاپ له زده کړو مهارتونو څخه بشپړه ګټه پورته کړي.

غونډه دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۴۲
Background image

د کابل ښار تعليمي حوزو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سيمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د کابل ښار یو شمېر ښوونیزو حوزو ښوونکو ته، د یاد وزارت د غونډو په تالار کې یو ورځنی اصلاحي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

BACK TO NEWS