د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا او نصاب لوی رئیس د ننګرهار ولایت له پوهنې رئیس سره وکتل

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۰:۵۳
dfghj
د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا او نصاب لوی رئیس مولوي اول ګل ایوبي، د ننګرهار ولایت د ښوونیزو بنسټونو د تدریسي وضعیت ارزونې په ترڅ کې، د دغه ولایت له پوهنې رئیس مولوي عزیز الله مصطفی او مسؤلینو سره د ښوونکو د وړتیا لوړولو په تړاو نظرونه تبادله کړل.
په یاده لیدنه کې دواړو لورو د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په تړاو خبرې وکړې او پرېکړه وشوه چې ژر تر ژر به د دغه ولایت له لومړي څخه تر درېیم ټولګي پورې ۸۰ تنو ښوونکو ته د وړتیا لوړونې سیمینارونه پیل کړي.
همدارنګه د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا او نصاب لوی رئیس د یاد ریاست د ساینس مدیریت فعالیتونه و ارزول او د ساینس مدیریت د کارونو لا ښه والي لپاره د لازمو لارښوونو ترڅنګ، د ښوونکو په مسلکي کولو او د هېواد د ماشومانو پر سالمې روزنې ټینګار وکړ.
له بلې خوا د یاد ولایت پوهنې رئیس د ابتدایه دورې د ښوونکو لپاره د مسلکي سیمینارونو جوړولو په موخه، د پوهنې وزارت د پلانونو د عملي کولو لپاره چمتووالی وښود.
د يو بل خبر له مخې:
د ښوونکو د مسلکي پراختیا او نصاب لوی رئیس مولوي اول ګل ایوبي په داسې حال کې چې د ننګرهار ولایت پوهنې رئیس او نورو مسئولینو یې ملتیا کوله، د یاد ولایت د مرکز اړوند له شهید شیخ رحیم الله حقاني ( رحمه الله) او شیخ نجم الدین آخندزاده دارالعلوم څخه لیدنه وکړه.
په پیل کې ورغلي پلاوي د یادو بنسټونو له مسئولینو، شیخو او استادانو سره وکتل او د هېواد بچیانو د ښوونې او رزونې په برخه کې یې د دوی د هڅو د ستاینې ترڅنګ، د هغوی وړاندیزونه او ستونزې واورېدې او په چارو کې د لاښه والي په موخه یې له مسئولينو سره د همکارۍ ژمنه وکړه.
په ورته مهال د پوهنې وزارت د ښوونکو دمسلکي پراختیا او نصاب لوی رئیس، د يادو مدارسو د مسئولينو، استادانو او طلابو له خوا د تود هرکلي سره مخامخ شو.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۴۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

پوهنې وزارت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال د خدماتو ریاست لپاره ۱۴۰ قلمه وسایلو او تجهیزاتو تهیه کولو او پېرودلو پروژې لپاره د داوطلبۍ په پروسه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

پوهنې وزارت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال د نتایجو او شهادتنامو ریاست د ښوونیزو پایلو آرشیف کولو لپاره د ۲۰۰ پایو فلزي الماریو تهیه کولو او پېرودلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۵۹
Background image

فاریاب ولایت کې د ۱۶ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت، د یو باب ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

د فاریاب ولایت دولت آباد ولسوالۍ اړوند د جوق‌ها لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د جوړولو پروژه یې څه موده وړاندې د یوې همکارې ادارې په ملاتړ، د ۱۶.۸ مېلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وه،. . .

BACK TO NEWS