د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس ننګرهار ولایت ته رسمي سفر وکړ
د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس الحاج مفتي شفیع الله "منصور" په مشرۍ پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې له پوهنې رئیس مولوي محمد شریف حلیمي، آمرینو او کارکوونکو سره وکتل.
په دې کتنه کې یاد پلاوي دغه ولایت ته د خپل سفر موخه د تړل شویو ښوونځیو د تړل کېدو د لاملونو ارزونه یاده کړه.
د ننګرهار پوهنې رئیس دغه ولایت ته د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست پلاوي له ورتګ څخه د خوښۍ په څرګندولو سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.