د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین د غور ولایت له والي او سېلاب ځپلو کورنیو سره وکتل

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۱۰:۵۰
19

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق او ورسره مل پلاوی، د یو لړ ښوونیزو او رزونیزو چارو د څېړنې په موخه غور ولایت ته ورسېد.
د پوهنې وزارت معین په داسې حال کې چې د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج شیخ حفیظ الله محفوظ، د علماوو شورا رئیس او د غور ولایت د سیمه ییزو ادارو یو شمېر مسئولینو هم حضور درلود، د غور ولایت له والي ملا احمدشاه دین دوست او د ولایت مقام له مشرتابه سره په کتنه کې، د پوهنیز وضعیت لاښه والي، د ښوونیزو بنسټونو د پراختیا، ښوونیزو خدمتونو ته د دغه ولایت د ټولو ماشومانو د لاسرسي او په یو لړ نورو مهمو موضوعاتو بحث او خبرې اترې وکړې. 
دغه راز د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین د غور ولایت په مرکز فېروز کوه ښار او مرغاب ولسوالۍ کې دوه بابه لیلیه مدارس تاسیس کړل، چې په یو وخت کې د ۲۰۰ تنو زده کوونکو ظرفیت لري.
ورپسې د ياد ولايت والي د پوهنې وزارت معین او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په دغه ولايت کې د ديني مدارسو د جوړېدو په اړه خوښي څرګنده او په دې برخه کې يې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د غور ولایت پوهنې رئیس د پوهنې ریاست د دندو په اړه د لنډ راپور وړاندې کولو ترڅنګ، یو شمېر وړاندیزونه او اداري ستونزې هم د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.
ورپسې د پوهنې وزارت معین د پوهنې ریاست له مشرتابه، علماوو او د یو شمېر اړوندو ادارو له مسئولینو سره د سېلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه او په ترڅ کې یې د شهیدانو له وارثینو او کورنیو سره وکتل. 
نوموړي په یاد ولايت کې د وروستيو سېلابونو له امله د شهیدانو او ټپيانو کورنیو ته د پوهنې مشرتابه د غمشریکۍ پیغام، په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت د سرپرست الحاج مولوي حبيب الله آغا د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل.
د پوهنې وزارت معین د غور ولايت پوهنې مسئولينو ته دنده وسپارله، تر څو په يادو سيمو کې د وېجاړو شويو ښوونیزو بنسټونو د بيارغونې په برخه کې ژر تر ژره اقدام وکړي.
  په پاى کې د یاد ولایت استازو د پوهنې وزارت د مشرتابه د خواخوږۍ له امله قدرداني وکړه او له پوهنیز نظام سره يې د خلکو د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS