د پوهنې وزارت سرپرستې د بدخشان ولایت د ګجر قوم له مشرانو سره وکتل

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۶ - ۱۵:۳۰
د پوهنې وزارت سرپرستې د بدخشان ولایت د ګجر قوم له مشرانو سره وکتل

د پوهنې وزارت_کابل: د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي، د بدخشان ولایت د ګوجر قوم له یو شمېر مشرانو او مخورو خلکو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د ګجر قوم مشرانو او مخورو د پوهنې وزارت له رهبرۍ څخه ملاتړ وکړ، او د یاد قوم د پوهنې په برخه کې ځینې ننګونو او نیمګړتیاو په اړه لکه د ښوونځيو، د ښوونکو ، د درسي کتابونو کمښت اود یو شمیر نورو مواردو په اړه خپل وړاندیزونه او غوښتنې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.

د بدخشان ولایت د ګجر قوم مشرانو وویل: تر دې دمه د دې ولایت اقلیتونو ته لازمه پاملرنه نه ده شوې او د پوهنې وزارت له مشرتابه څخه یې وغوښتل چې د دوی ستونزو د حل په موخه اقدام وکړي.

د پوهنې وزارت سرپرستې د بدخشان ولایت د ګجر قوم مشرانو سره ژمنه وکړه چې د پوهنې په برخه کې به د ستونزو او نیمګړتیاو د حل لپاره کار وکړي.

آغلې حميدي د بدخشان ولايت د ګجر قومي سپين ږيرو اومخورو څخه وغوښتل چې د پوهنې په برخه کې له خلکو سره کار وکړي او د عامه پوهاوي له لارې يې ذهنونه روښانه کړي ځکه د پوهنې وزارت د سرپرستې په باور د پوهنې نظام برياليتوب د خلکو د همکارۍ او همغږۍ پرته پرمخ نشي تلای.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۲۳
Background image

په لوګر ولایت کې د بېرته راستنو شويو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست، هېواد ته د بېرته راستنو شويو ۷۵ تنو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت په موخه ازموینه واخیسته.
د لوګر پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل‌ولي حقاني، په دې اړه وویل:. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۱:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو رئیس پنجشېر ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو رئیس مولوي سید موسی جان، د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي محمود طالب ثاقب سره وکتل.
په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د پوهنې وزارت د معیاري ازموینو پلاوي د کابل ښار پوهنې رٸيس په شمول د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معين او. . .

BACK TO NEWS