د پوهنې وزارت سرپرست د سږ کال کانکور له ممتازو زده کوونکو سره وکتل

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۰ - ۱۶:۱۰
123

د پوهنې وزارت سرپرست محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا په داسې حال کې چې د یاد وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، دیني علماوو او فرهنګي شخصیتونو هم حضور درلود، د سږ کال کانکور آزموینې له ممتازو زده کوونکو هرکلی وکړ او له هغوی سره یې وکتل.
په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د یاد وزارت د پلانونو او پروګرامونو په وړاندې کولو سره یې څرګنده کړه، چې دا.ا.ا. یو له مهمو موخو څخه د پوهنې د پیاوړتیا او معیاري کولو هڅې دي او دوی هلې ځلې کوي، چې د یوه ځواب ویونکي او متوازن ښوونیز نظام په رامنځته کولو سره خپلو هېوادوالو ته لازم پوهنیز خدمتونه وړاندې کړي.
نوموړي د قرآنکريم مبارکو آيتونو ته په اشارې سره، د اسلام د سپېڅلي دين له نظره د ښوونې او روزنې پر ارزښت خبرې وکړې او ويې ويل: له بديو څخه د ټولنې د اصلاح او د هېواد د پرمختګ يوازينۍ لار ښوونه او روزنه ده. 
دغه راز نوموړي د هېواد څلوېښت کلنې جګړې او بربادۍ ته په اشارې وویل: دا زموږ د ټولو ملي وجیبه ده ترڅو خپل وطن آباد او د قومي، سمتي او ژبني تعصبونو د له منځه وړلو ترڅنګ د توحید او اسلامي ورورولۍ تر بیرغ لاندې خپل هېواد د پرمختګ او ترقۍ په لور رهبري کړو.
ورپسې د هېواد یو له فرهنګي شخصیتونو انجنیر صادق جعفري هم خبرې وکړې او د هېواد د بچیانو ښوونې او روزنې ته یې د پوهنې وزارت د مشرتابه له پاملرنې څخه خوښي څرګنده کړه.
په ورته مهال، د کانکور دممتازو زده کوونکو په استازیتوب حافظ محمود، چې د کانکور په آزموینه کې یې لومړی مقام ګټلی و، د پوهنې وزارت له رهبرۍ څخه د نوموړي دستاینې په تړاو خوښي څرګنده کړه  او ژمنه یې وکړه چې د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې به د معاصرو علومو په زده کړې سره د خپل هېواد په آبادۍ او پرمختګ کې خپل ملي او اسلامي رول ولوبوي.
د يادونې وړ ده، چې د سږ کال د کانکور په آزموينه کې حافظ محمود د لوړو نمرو په تر لاسه کولو سره لومړى، عباس دويم او عبدالباعث په ترتيب سره درېيم مقام خپل کړى دى.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۱۲
Background image

نن په کابل کې د اسلامي.ا. له ۱۰۰ تنو م.جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شو

د اسلامي.ا. له ۱۰۰ تنو هغو مجاهدینو څخه، چې د ج.هادي فعالیتونو له امله د زده‌کړو له دوام څخه پاتې شوې وو، د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه.
د یادې ازموینې په پرانیسته کې، د پوهنې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۱۰
Background image

له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې څو خبرونو لنډیز

ننګرهار
د ننگرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ د هدیاخېل لېسې اوبو رسولو شبکه د ۹۱۰۰ افغانیو په لګښت د سیمې اوسېدونکو او د ښوونځي کارکوونکو له خوا ترمیم شوه.

سرپل
د سرپل ولایت پوهنې ریاست له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۶
Background image

د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ د زده کوونکو ترمنځ د سپورټي سیالیو خزاني پړاو پیل شو

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدني روزنې مسئولینو، د پغمان ولسوالۍ پوهنې چارواکو، د ښوونځیو ښوونکو او زده کوونکو په حضور کې د سپورټي لوبډلو ترمنځ خزاني سیالۍ پیل شوې.
د. . .

BACK TO NEWS