د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د ارزګان ولایت له ښوونیز بهیر څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ مولوي نورالله منیر د هیواد ولایاتو ته د خپلو کاري سفرونو په لړ کې د ارزګان ولایت ته تشریف یووړ. هلته یې د یاد ولایت د پوهنې له ریاست، جهادي مدرسې، دارالعلوم، دارالایتام، دارالحفاظ او یو باب لېسې څخه لیدنه وکړه.
په دې سفر کې محترم وزیر صاحب د یادو تعلیمي بنسټونو له مسئولینو، ښوونکو، زده کوونکو او خدماتي کارکوونکو سره له نږدې ولیدل، دهغوی وړاندېزونه او غوښتنې یې واورېدلې، له هغوی سره یې د ستونزو د حل په برخه کې د همکاري ژمنه وکړه او هم یې ورسره خپلې اړینې لارښوونې شریکې کړې. نوموړي په یادو تعلیمي مرکزونو کې د خپلو لنډو ویناوو په ترڅ کې یادونه وکړه، چې د هیواد لیري پرتواومحروموسیمو ته د تعلیمي خدماتو غزول د پوهنې وزارت په کاري لومړیتوبونو کې دي او په دې برخه کې عملا هم کار شویدی.
د یادونې وړ ده، د پوهنې محترم وزیر صاحب تر دې وړاندې هم د هیواد ۲۸ ولایتونو ته تشریف وړی او د یادو ولایتونو تعلیمي بهیر یې له نږدې ارزولی دی.
