د پوهنې وزارت سرپرست په رسمي سفر لوګر ولایت ته ولاړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۰:۷
ngvc

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د یو شمېر کارپوهانو په ملتیا، د ښوونیز وضعیت کتلو په موخه، لوګر ولایت ته رسمي سفر وکړ.

په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست د لوګر له پوهنې رئیس او مشرتابه سره تر کتنې او یاد ولایت ته د خپل سفر د موخو له بیانولو وروسته په هغه غونډه کې ګډون وکړ، چې پکې د پوهنې ریاست مسئولین، آمرین، مدرسین او ښوونکي حاضر وو.

همدارنګه د لوګر ولایت پوهنې رئیس الحاج عبدالرحمٰن حمیدي، د پوهنې وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د پوهنې ریاست د کړنو او لاسته راوړنو راپور یې پلاوي ته وړاندې کړ، چې د یاد وزارت د مشرتابه له لوري یې هرکلی وشو.

ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست د یاد ولایت د حضرت عمرفاروق«رضی الله عنه»لېسې، فاروقیه دیني مدرسې او حضرت امیر حمزه«رضی الله عنه» دارالاېتام څخه د لیدنې پرمهال یې د یادو ښوونیزو بنسټونو د زده کوونکو د ستونزو او وړاندیزونو د آورېدلو ترڅنګ، د طالب العلمانو او زده کوونکو د زده کړو وضعیت له نیږدې څخه ولیده او هغوی یې په نغدي ډالیو سره زده کړو ته وهڅول.

همدارنګه نوموړي د ښوونیز بنسټونو زده کوونکو ته وویل: د هېواد او ملت روښانه راتلونکی په تاسو پورې تړلی دی؛ نو لازمه ده، چې خپلو درسونو ته په جدي ډول متوجې واوسئ، ترڅو په راتلونکي کې د خلکو او وطن په وړاندې خپل مسئولیتونه په لاښه توګه او پوره اخلاص سره اداء کړئ.

نوموړي څرګنده کړه، مدرسینو او ښوونکي ته هم لازمه ده، چې د زده کړې په برخه کې د هېواد ماشومان په اسلامي روحیه وروزي او په دې لاره کې خپلې هلې ځلې لاپسې ګړندۍ کړي.

په پای کې مدرسینو، ښوونکو او علماوو د پوهنې وزارت مشرتابه ته د یو شمېر وړاندیزونو تر څنګ، د یاد وزارت د پروګرامونو او پلانونو د پلي کولو په برخه کې له خپل لوري دهر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS