د پوهنې وزارت له لوري د هیواد له شل زره علماوو څخه د اسنادو د ارزیابي ازموینه واخیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۲ - ۹:۷
د پوهنې وزارت له لوري د هیواد له شل زره علماوو څخه د اسنادو د ارزیابي ازموینه واخیستل شوه

د پوهنې وزارت له لوري د هیواد په مرکز او اتو زونونو کې له څه د پاسه شل زره تنه علماء کرامو څخه د دولسم او څوارلسم ټولګیو د اسنادو د ارزیابي ازموینه واخیستل شوه.
په هغو مراسمو چې د یادې ازموینې په مناسبت د کابل پوهنتون په مرکزي کتابتون کې جوړ شوي وو، د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معین الحاج مولوي کرامت الله اخندزاده، د استعدادونو د ارزونې رئیس مفتي عبدالولي سداد، د کابل پوهنتون علمي مرستیال، د ازموینو د ملي ادارې مرستیال او نورو اړوندو مسئولینو پکې برخه درلوده.د اسلامي تعلیماتو معین او ورسره مل هیئت د ازموینې له څو مرکزونو څخه په خپله نظارت او لیدنه وکړه او  د ازموینې مسئولینو ته یې اړینې سپارښتنې وکړې.
ازموینه چې د سهار په اتو بجو پیل شوه، د هیواد څه د پاسه شل زره تنو نارینه او ښځينه علماوو پکې برخه درلوده او صحنه یې له ښه نظم او مدیریت څخه برخمنه وه.
په ولایتي زونونو کې هم د پوهنې وزارت استازو او د پوهنې د ولایتي ریاستونو مسئولینو د ازموینې له بهیر څخه نظارت کاوه.
 د یادونې وړ ده، چې د علماوو د اسنادو د ارزیابي په موخه یادې ازموینې به په راتلونکي کې هم ادامه لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS