د پوهنې وزارت پلاوي د ننګرهار ولایت له ښوونځیو لیدنه وکړه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۱۳:۲۹
123

د پوهنې وزارت د مشرتابه په لارښوونه، د یاد وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو د رئيس مولوي محمدرحيم ايوب په مشرۍ يو پلاوى، د ننګرهار پوهنې رياست د ستونزو د هواري او د دغه ولایت د شېرزادو ولسوالۍ اړوند د «کوتګي» ابتدایه ښوونځي په تړاو د دوو قومونو ترمنځ د شخړې د حل په موخه، یاد ولایت ته په رسمي سفر ولاړ.
په پیل کې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رئیس او ورسره مل پلاوي، د ننګر هار ولایت له پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ریاست له رئیس او مشرتابه سره یې د کتنې په ترڅ کې، د ښوونیزو ستونزو د حل په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
ورپسې یاد پلاوی د موضوع د حل په موخه، شېرزاد ولسوالۍ ته ولاړ او له ښکېلو غاړو سره يې په لیدنه کې، د هغوی د ستونزو او ننګونو په اړه قانع کوونکي خبرې وکړې.
همدارنګه پلاوی د «کوتګي» ابتدایه ښوونځي د ستونزې د حل په موخه، شېرزاد ولسوالۍ ته ولاړ او هلته يې له ښکېلو غاړو سره د ستونزو او ننګونو په اړه مشورتي ناسته او قانع کوونکي خبرې وکړې.
په ورته مهال، د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړيکو رئیس قاري منصور احمد حمزه، د ګندمک عالي لېسې له مدير، ښوونکو او زده کوونکو سره په لیدنه کې، د ستونزې د حل په تړاو تفصیلي خبرې وکړې او د دواړو لورو ترمنځ نظریات تبادله شول.
دغه راز نوموړي د ښوونځيو مسئولينو او ښوونکو ته هم لارښوونه وکړه، تر څو د هېواد ماشومان په ملي او اسلامي روحیه وروزي او د يادو لېسو له زده کوونکو يې وغوښتل، چې په خپلو ورځنيو چارو کې ښه اخلاق ولري، د رسول الله (صلي الله عليه وسلم) له سنتو سره سم عمل وکړي، د هغه (صلي الله علیه وسلم) پیروي وکړي، د خپلو والدینو، ښوونکو او مشرانو درناوی وکړي او خپل ورځني درسونه په ښه طریقه تعقیب کړي، تر څو د ریښتیني خدمتګار په توګه د خپل ملت او هېواد خدمت وکړي. 
د يادونې وړ ده، د ګندمک عالي لېسې ودانۍ په مکمله توګه د اشغالګرو ځواکونو د بمبارۍ له امله ويجاړه شوې، چې زده کوونکي يې تر شنه آسمان لاندې په آزاده فضا کې زده کړې کوي، د يادې لېسې د ترميمولو پلان د پوهنې وزارت په آجنډا کې ؤ، چې ټاکل شوې په راتلونکي کال کې بيا ورغول شي. 
همدارنګه د ځوانانو او زده کوونکو د هڅو په پايله کې د یادې لېسې ۳ درسي خونې تر کار لاندې دي، چې ډېر ژر به يې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS