د پوهنې په برخه کې د میدان وردګ ولایت د خلکو مالي مرستې دوام لري

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۱:۹
fgf

د میدان وردګ ولایت سیداباد ولسوالۍ اړوند د غازي بابا لومړني ښوونځي ته د ۹۰۰ سعودي ريالونو په ارزښت د دې ولسوالۍ د يو شمېر اوسېدونکو له خوا چې په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي، مرسته وشوه. د همدې ولسوالۍ د بي بي مهرو په کلي کې د ۳۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د یوې دیني مدرسې سره مرسته شوه. دغه راز د همدغې ولسوالۍ د نورالمشایخ له ښوونځي سره ۱۰ زره ۷۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه. همدارنګه د یو علمي شخصیت له خوا د دغې ولسوالۍ د تنګي عثمانیه لېسې سره ۱۵ زره افغانۍ مرسته وشوه. د پوهنې مسئولينو دڅرګندونو له مخې: په پام کې ده چې له يادو مرستو څخه د دغو ښوونځيو د ستونزو د حل او د اړتيا وړ وسايلو په برابرولو کې استفاده وشي. د پوهنې وزارت رهبري د میدان وردګ ولایت د علم پروره او په ځانګړې توګه د دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ له اوسېدونکو د همکارۍ له امله مننه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۵۳
Background image

رسنیز بلنلیک

د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د «رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او درسي موادو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره، د شاوخوا ۴ میلیونه ۷۲۸ زره ۵۹۰ افغانیو په ارزښت د ۷۸۸ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې ده.
د پوهنې مسئولینو، د یاد بنسټ له مرستې څخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

په کابل او پروان ولایتونو کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستل شوې

د کابل او پروان ولایتونو پوهنې ریاستونو د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په اوږدو کې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستې، چې پکې ټولټال ۳۳۰ تنو ګډون درلود.. . .

BACK TO NEWS