د پوهنې په برخه کې د میدان وردګ ولایت عامو خلکو، شوراګانو او تعلیمي بنسټونو د تېرې یوې میاشتې لاسته راوړنو لنډیز

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۲:۴۲
منخ
د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي، د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د یاد ولایت په سیداباد، بند چک، جلریز، نرخ او مرکز بهسودو ولسوالیو کې د خلکو او د پوهنې ملاتړو بنسټونو لخوا د یو مېلیون ۵۰۴ زره ۶۴۸ افغانیو په لګښت، د ۴۰ بابه تعلیمي بنسټونو سره مرستې شوې دي، چې دغه پیسې د بیارغونې، د څښاک پاکو اوبو د څاګانو په کیندنې او د اړتیا وړ توکو پېرلو کې لګول شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې د روان ښوونیز کال له پيل تر دې دمه په دغه ولايت کې له پوهنې سره ټولټال ١٧،٢ مېليونه افغانۍ مرسته شوې او له نېکه مرغه دا لړۍ روانه ده.
د پوهنې وزارت مشرتابه، ښوونیز نظام سره د هېواد د خلکو له مادي او معنوي مرستو مننه کوي او په یاده برخه کې د هغوی کړنې ستایي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۳۸
Background image

د کابل ښار پوهنې ریاست له لوري ۱۴۴ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار پوهنې ریاست د تعلیمي چاپېریال ښه والي او زده‌کوونکو ته د درسي وسایلو برابرولو په موخه ۱۴۴ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم او د شپاړسمې حوزې اړوند د نازو عالي لېسې زده‌کوونکو ته یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۳۴
Background image

په کندهار ولایت کې د ۶ بابه ښوونځیو پرانیسته وشوه

د کندهار ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ۶ بابه ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ د یوه همکار بنسټ په مالي مرسته د ۲ میلیونه او ۳۵۲ زره ډالرو په ټولیز لګښت جوړې او د یاد ولایت پوهنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۳۲
Background image

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست چارواکو د پوهنې وزارت له مسئولینو سره وکتل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس، یو شمېر مسئولینو، تخنیکي ټیم او همدارنګه د پوهنې وزارت له لوري د اسلامي زده‌کړو معین، د مالي او حسابداري رئیس او یو شمېر رئیسانو ترمنځ، د معیاري ښوونیزو. . .

BACK TO NEWS