د پوهنې په برخه کې د هېواد د خلکو مادي او معنوي مرستې دوام لري

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۵:۴۵
یبل

- د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ اړوند د جانان هوتک د لېسې ۱۰۰ تنو زده کوونکو ته د محلي خلکو لخوا د اړتیا وړ درسي مواد چمتو شول.

همدا راز د ځایي خلکو په همکارۍ د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار ته څېرمه د حضرت بلال (رضی الله عنه) عالي لېسې لپاره د ۱۱۰ زره افغانیو په لګښت، د لمریزې برېښنا سیسټم  نصب او فعال شو.

د پوهنې وزارت د هېواد له ښوونیز نظام سره د خلکو له مادي او معنوي مرستو هرکلی کوي.

.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۵۳
Background image

رسنیز بلنلیک

د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د «رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او درسي موادو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره، د شاوخوا ۴ میلیونه ۷۲۸ زره ۵۹۰ افغانیو په ارزښت د ۷۸۸ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې ده.
د پوهنې مسئولینو، د یاد بنسټ له مرستې څخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

په کابل او پروان ولایتونو کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستل شوې

د کابل او پروان ولایتونو پوهنې ریاستونو د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په اوږدو کې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستې، چې پکې ټولټال ۳۳۰ تنو ګډون درلود.. . .

BACK TO NEWS