د پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۲:۵۴
asfd

بادغیس
د پوهنې ملاتړې ادارې له خوا، د باغیس ولایت مرکز سربېره په آبکمري، قادس، مقر، مرغاب، جوند، غورماچ، تګاب عالم، سنګ آتش او دره بوم ولسوالیو اړوندو ښوونځیو ۴۳ زره۱۸۰ تنو زده کوونکو ته، د ۳ زره ۲۰۰ کارتنه درسي موادو وېش بهیر پیل شو. 

غزني
د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني، په یاد ولایت کې د مدرسینو د مسلکي پراختیا د ۱۳ خالي بستونو ډکولو په موخه، له رقابتي آزموینې څخه څارنه وکړه.

پنجشېر
د پنجشېر ولايت پوهنې رياست کې دخدماتي کارکوونکو اړوند د ۷ او ۸ بستونو ډکولو په موخه، رقابتي آزموينه واخيستل شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي په پروان کې د درېیو ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي پروان ولایت ته د یوه ورځني سفر په ترڅ کې د پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۵
Background image

په غزني کې د یوه ښوونځي څلور درسي ټولګي او لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د غزني ولایت مرکز اړوند شهرکهنه ښوونځي څلور ترمیم شوي درسي ټولګي او یو نوی جوړ شوی د والیبال لوبغالی، د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه چارې د زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

په هرات کې یو شمېر ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د هرات ولایت د ادرسکن، کرخ، کشک کهنه، چشت شریف او اوبې ولسوالیو د ساینس او ریاضیاتو ۱۰۳ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو. . .

BACK TO NEWS