د پکتیا ولایت دیني مدارسو مدیرانو لپاره د اداري اسنادو لارښود سیمینار جوړ شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۵:۳۲
25

د پکتیا ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو مدیریت له خوا، د یاد ولایت د دیني مدارسو مدیرانو او مهتممینو لپاره "د دیني مدارسو د مدیرانو او مامورینو لپاره د ځانګړو اداري مکاتیبو لارښود" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار ترسره شو.

په یاد پروګرام کې به ګډون‌والو ته د اداري اسنادو او مکاتیبو ډولونه، فورمې، جوړښت او د مکاتیبو لیکلو طریقې په څېر موضوعات تدریس شي.

د پکتیا ولایتي مسئولینو د یاد پروګرام هرکلی وکړ او دا یې د تعلیمي چارو په پرمختګ، د ټولنې د زیربناوو د پراختیا او ودې لپاره مهم او ارزښتناک وباله.

د پوهنې چارواکو د داسې ورکشاپونو جوړول د پوهنې لاپراختیا لپاره ګټور وګڼل او د ورکشاپ له ګډون‌والو یې وغوښتل چې د ورکشاپ له سرچینو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۰
Background image

د روان کال په لومړۍ ربع کې د بامیان ولایت له پوهنې سره نږدې ۴ میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړۍ ربع کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر تعلیمي مرکزونو سره د ۳ میلیونه، ۷۵۲ زره او ۳۵۰ افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۷
Background image

د زابل ولایت له ښوونځيو سره ۷۰۰ کڅوړې قرطاسیه مرسته وشوه

د یوه همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د ۴ میلیونه ۵۴ زره او ۴۰۰ افغانیو په ټولیز ارزښت ۷۰۰ کڅوړې قرطاسیه مرسته وشوه.
د پوهنې مسوولینو د همکارو بنسټونو له مادي ملاتړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیکا ولایت کې د دیني مدارسو له طلابو سره د جامو مرسته وشوه

د پکتیکا ولایت د ۱۹بابه دیني مدارسو له ۱۵۰۰ تنو طلابو سره د یوې خیریه ادارې له لوري د جامو مرسته وشوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو مرستندویه کڅوړو ټولیز ارزښت شاوخوا ۴. . .

BACK TO NEWS