د پکتیا ولایت یو باب ښوونځي لپاره د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت یوه کمپیوټرخونه جوړه شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۰:۴۴
515

د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ د یو تن لوبغاړي ښاغلي الله محمد غضنفر په مالي مرسته، د یادې ولسوالۍ د حبیب الله زرمتي عالي لېسې لپاره د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټم په ګډون یوه بشپړه سمباله کمپیوټرخونه جوړه او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د پرانیستې په مراسمو کې د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي، یو شمېر سیمه‌ییزو چارواکو او مخورو کسانو ګډون درلود.
د یاد ولایت پوهنې رئیس د دې نوښت ستاینه وکړه او دا یې د پوهنیزکیفیت ښه والي لپاره یو مثبت ګام وباله او زیاته یې کړه چې د اوسني عصر اړتیاوو ته په پام سره، د برېښنايي وسایلو او تجهیزاتو اړتیا تر بل هر وخت زیاته محسوسه ده.
د یادونې وړ ده چې پخوا په دې ولایت کې د سیمه ییزو پانګوالو او سوداګرو په همکارۍ د ۱۰ بابه ښوونځیو لپاره کمپیوټر لابراتوارونه جوړ شوي وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۱:۳۱
Background image

په ننگرهار ولایت کې د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ جوړ شو

د یو همکار بنسټ لخوا په ننګرهار ولایت کې «د ښوونې او روزنې مؤثره ودې » تر سرلیک لاندې درې ورځنی تعلیمي ورکشاپ پیل شو.
په یاد ورکشاپ کې د همدغه ولایت د شپږو ولسوالیو ۱۲۶ تنه مدیران او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۱:۲۶
Background image

د غزني ولایت په خواجه‌عمري ولسوالۍ کې د محمدیه دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت په خواجه‌عمري ولسوالۍ کې د محمدیه دیني مدرسې نوې ودانۍ چې د جوړولو کارونه یې څو میاشتې مخکې د یو خیریه بنسټ په همکارۍ پیل شوي وو، اوس بشپړ او د پوهنې مسئولینو، علما‌‌ءکرامو. . .

BACK TO NEWS