د پکتیا ښوونې او روزنې آمرانو د پوهنې له وزیر ډاکتر بلخي سره وکتل
پوهنې وزارت- کابل: د پکتیا ښوونې او روزنې یو شمیر آمرانو د پوهنې له وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي سره وکتل.
پدې لیدنه کې، د پکتیا ښوونې او روزنې آمرانو د خپلو کاري کړنو راپور د وړاندې کولو تر څنګ، خپلې ستونزې او ننګونې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.
پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د پکتیا ښوونې او روزنې آمرانو د خبرو اوریدلو نه وروسته، د ښوونیزو خدمتونو ښه والي په برخه کې یې هغوي ته لازمې لارښوونې ورکړې.
پوهنې وزیر همدارنګه یادونه وکړه چې په ټول افغانستان کې د یوشان ښوونیزو خدمتونو پراختیا او د ولایتونو رئیسانو صلاحیتونو زیاتوالي مو د پوهنې په لسیزه کې د پوهنې وزارت له پروګرامونو څخه دي.
