د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له کړنو ځینې لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۱:۲۰
12

- د پکتیکا ولایت ورمي ولسوالۍ د تعلیمي مرکزونو ۳۰ تنو مسئولینو او ښوونکو لپاره د پوهنې وزارت د کړنلارو په اړه یو ورځنی سیمینار ترسره شو.

- د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ د امیر امان الله خان عالي لېسې لپاره څلور درسي خونې د ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت، د یو تن ملي سوداګر عبدالواحد افغان په مالي مرسته جوړې شوې.

- د پکتیکا ولایت د بکخیل ولسوالۍ هاشمیه لېسې ته د ځایي خلکو لخوا، د ۳۰ زره افغانیو مرسته وشوه، چې د ښوونځي د اساسي اړتیاوو پوره کولو لپاره وکارول شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۶
Background image

په لوګر ولایت کې د ۴۹  بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړولو ته نږدې شوې

د لوګر ولایت پوهنې ریاست اعلان کړی چې په یاد ولایت کې د ۴۹ بابه ښوونځیو د ودانیو او اړوندو ملحقاتو بیارغونې ۹۸ سلنه چارې بشپړې او ټاکل شوې ده، چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د غور ولایت په مرکز کې د سوادزده‌کړې ټولګی جوړ شو

د بې‌سوادۍ کچې راکمولو په موخه، د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند «دره‌قاضي» په سیمه کې د سوادزده‌کړې یو ټولګی جوړ شو.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د دغه صنف په جوړېدو سره ۳۰ تنو بې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

بامیان ولایت کې د څه کم ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر تعلیمي مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي

د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د سیغان او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو اړوند ۳۲ بابه مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې او د ۳ بابه 
نویو ښوونځیو. . .

BACK TO NEWS