د ځینو رسنیو د بې بنسټه راپورونو په تړاو د پوهنې وزارت اعلامیه!

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۱۰:۲۷
شسیبسش

په دې وروستیو کې ځینو وګړو او رسنیو په خپلو غیر حقیقي راپورونو کې ادعا کړې وه، چې د پوهنې وزارت له لوري په هېواد کې د ښځینه وو ۴۷ بابه هغو ښوونځیو ته تر شپږم ټولګي پورته د فعالیت اجازه ورکړل شوی، کوم چې د یاد وزارت معیارونه یې پوره کړي دي.

د پوهنې وزارت دغه ډول راپورونه غیر واقعي او له حقیقت څخه لرې ګڼي.

همدارنګه پوهنې وزارت مشرتابه یو ځل بیا د هېواد له ټولو رسنیو غوښتنه کوي، چې د ژورنالیزم د منل شویو اصولو او بنسټونو او د افغاني ټولنې د حقایقو پر بنسټ خپل خبرونه او راپورونه چمتو او خپاره کړي، تر څو له یوې خوا د ژورنالیزم وقار او اعتبار ته زیان ونه رسېږي او له بلې خوا اړوندې رسنۍ د ټولنې د حقایقو په څرګندولو سره د خلکو د ذهنیت په روښانولو کې رغنده ونډه واخلي.

د پوهنې وزارت مشرتابه په دې باور لري، چې د ناسمو افواهاتو او بې بنسټه راپورونو د خپرولو پر ځای غوره ده، چې لاسونه سره یو کړو او د یو متحد او جنګ ځپلي افغانستان د بیارغونې، سوکالۍ او پرمختګ په برخه کې په رښتیني توګه ګامونه پورته کړو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS