د ښوونکو مسلکي پراختیا بستونو لپاره د آزموینې په تړاو  د پوهنې وزارت  خبرتیا!

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۱:۵۵
14

د پوهنې وزارت مسلکي پراختیا آزموینې لپاره ټولو شارټ لېست ګډون والو ته خبر ورکول کېږي، چې د بایومتریک معلوماتو ثبت او آزموینه یې د لاندې مهال‌وېش له مخې ترسره کېږي:

بایومتریک معلوماتو ثبت او اسنادو ارزونې نېټه:
وخت: ( د ۱۴۰۳ لمریز کال، کب میاشتې ۱۵ مه، چهارشنبې ورځ)؛
ځای: کابل پوهنتون جمنازیوم؛

-بایومتریک معلوماتو د ثبت پر مهال:
-اصلي پېژندپاڼه
-یو قطعه عکس
-اصلي تحصیلي اسناد او په ملي ژبه د نومرو ټرانسکریپټ
-د آزموینې حق الشمول(۵۰۰) افغانۍ

ګډون وال باید د آزموینې په ورځ له هر ډول برېښنایي وسایلو(ټيلفون، ګوشکي، ځيرک ساعت...) له راوړلو په کلکه ډډه وکړئ.
.....
د پوهنې وزارت د ښوونکو مسلکي پراختیا بستونو ته د شارت لېست شویو نوماندانو پېژندګلوري په لاندې لېنک کې کتلی شئ.
https://nexa.gov.af/ps/list-of-candidates

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۵۲
Background image

له ١۴۰ تنو م/جاهدینو څخه د سويې د تثبيت ٤٣م دور آزموینه واخیستل شوه 

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست له لوري د ځانګړې قانوني کړنلارې پر بنسټ، د ا. ا. ا  د م/جاهدينو لپاره د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو او په رسمي ښوونځیو کې د هغوی شاملولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې د ۷۳تنو ښوونکو لپاره مېتودیکي سيمینار جوړ شو 

د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ اړوند ۷۳ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې زده‌کړې او پوهنې ترویج» تر سرليک لاندې درې ورځنى سيمينار، د یوې همکارې ادارې او مسلکي پراختيا علمي غړو له لوري ترسره شو.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۳۸
Background image

په کابل ښار کې له ۲۱۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست مسئولین وايي، د هغو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې معلومولو لپاره چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې خپل ملک ته راستانه شوي، په ۱۷م پړاو کې، له ۲۱۰ تنو څخه د لسم او یوولسم. . .

BACK TO NEWS