د ښوونې او روزنې علمي او څيړنیزه مجله د پوهنې وزیر په شتون کې پرانستل شوه
پوهنې وزارت- کابل:د ښوونې او روزنې علمي او څيړنیزې مجلې لمړۍ ګڼه چاپ او د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي، د پوهنې وزارت مشرتابه د یو شمیر غړو په شتون کې پرانستل شوه.
د پوهنې وزارت د دې علمي او څيړنیزې مجلي په پرانسته کې، پوهنې وزیر څرګنده ګړه چې د دې په لټه کې یو ترڅو د ښوونې او روزنې مخاطبانو لپاره د محتوا په تولیدکې هڅانده واوسو او دې برخې ظرفیت پیاوړۍ کړو.
د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب پراختیا او ښوونکو روزنې معینې آغلې مرجان متین په دې غونډه کې، د ښوونې او روزنې په برخه کې د علمي او څیړنیزو موضوعاتو تولید په برخه کې خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.
د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس عمر احمد پرواني څرګنده کړه چې اوسمهال د یادې مجلې د چاپ شمیره ۱۰۰۰ ټوکه ده او په پام کې ده چې راتلونکۍ کال دا شمیره زیاتوالۍ ومومي.