د کابل ولایت او ښار اړوندو ښوونځیو ته د مېزونو - څوکیو وېش لړۍ پیل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۰ - ۱۰:۲۳
dfhdf

په هغو مراسمو کې چې د کابل ولایت او ښار اړوندو ښوونځیو ته د مېزونو - څوکیو د وېش د پيل په مناسبت جوړ شوي وو، پکې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاءالله «سعید»، د خدماتو رئیس استاد حبیب الله «خالد»، د کابل ولایت او ښار د پوهنې ریاست مسئولینو او کارکوونکو برخه درلوده.

یاده پرتمینه غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه؛ ورپسې د پوهنې وزارت د خدماتو رئیس مېلمنو او ګډون والو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د کابل ولایت او ښار اړوندو ښوونځيو ته د درسي توکو د وېش په تړاو معلومات وړاندې کړل، ویې ویل: د خدماتو ریاست له لوري په تېرو څو میاشتو کې ټولټال ۳۰۰۰ سېټه څوکۍ- مېزونه جوړ او د وېش لړۍ یې پیل شوه.

همدارنګه نوموړي څرګنده کړه، یاد ښوونیز توکي به د کابل ښار د ۱۶ ښوونیزو ناحیو او د کابل ولایت د ۱۴ ولسوالیو ښوونځيو ته ووېشل شي، چې په دې سره به دغه لړۍ تر ولایتونو هم و غځوي.

په ورته مهال د پوهنې وزارت د ښووني او روزنې معین په ټولنه کې د علم او پوهې اهمیت ته په اشارې سره وویل، چې د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې د کیفیت لوړولو په برخه کې شپه -ورځ خپلې هلې ځلې جاري ساتي او په دې برخه کې خپلو هڅو ته لاپسې دوام ورکړي.

مراسم په دعائیې سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۲۲
Background image

په بادغیس ولایت کې ۶۰ تنه راستنېدونکي کډوال ماشومان د تعلیمي ارزونې لاندې ونیول شول

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د راستنېدونکو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت په موخه له هغوی څخه ازموینه واخیسته.
په دغه ازموینه کې شاوخوا ۶۰ تنو ګډون درلود، چې د مسوولینو په وینا، له بشپړې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۱۴
Background image

په بامیان ولایت کې د تقویتي ټولګیو زده‌کوونکو ته ښوونیزې کڅوړې توزېع شوې

د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د یاد ولایت د ورس ولسوالۍ تقویتي ټولګیو اړوندو ۱۰۰۰ تنو زده‌کوونکو ته درسي کڅوړې وېشل شوې دي.
یادې کڅوړې د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۷
Background image

د کابل ولایت په چهارآسیاب او موسهي ولسوالیو کې د ځینو ښوونځیو د ترمیماتي پروژو کارونه بشپړ شول

د کابل ولایت د چهارآسیاب او موسهي ولسوالیو په یو شمېر ښوونځیو کې د تشنابونو جوړولو، د څښاک پاکو اوبو څاه ګانو کېندلو، د سولري سیسټمونو نصبولو، د دروازو ترمیم، رنګمالي او د احاطوي. . .

BACK TO NEWS