د کابل ولایت د پوهنې ریاست څارنې پلاوي د چهارآسیاب ولسوالۍ د تعلیمي بنسټونو له ودانیزو پروژو ارزونه وکړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۹:۳۷
نتمن

د کابل ولایت د پوهنې ریاست انجنیري څانګې پلاوي، د یوې همکارې د استازیو په ملتیا د چهارآسیاب ولسوالۍ له ۳ ترمیماتي پروژو تخنیکي ارزونه او څارنه ترسره کړه.
د حضرت عمر (رضی‌الله‌ عنه) د لومړني ښوونځي احاطوي دېوال کارونه ۸۰ سلنه بشپړ شوي دي.
په اسماعیل‌خېل لومړني ښوونځي کې بیارغونې چارې د نقشې او BQ مطابق پر مخ نه وې تللې، له همدې امله لارښوونه وشوه، چې د پروژې پلي کول دې د یادې نقشې سره سم ترسره شي.
په ملک‌توت منځني ښوونځي کې د ۱۳۲ متره مربع په مساحت د اوسپنیزو چتونو د نصب او ترمیم ۵۰سلنه کارونه بشپړ او د پروژې د پر وخت پای ته رسولو لپاره لازمې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۵۱
Background image

د پوهنې وزارت د مرکزي دارالعلومونو له آمرینو سره د همغږۍ او تجربو شریکولو غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت د دارالعلومونو ریاست له لوري، د مرکزي دارالعلومونو له آمرینو سره د همغږۍ او تجربو شریکولو په موخه غونډه د دارالعلومونو د رئیس محترم الحاج مولوي عبد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۴۶
Background image

د تدارکاتو اعلان  (د پوهنې وزارت)

د وړاندیز پرانیستغونډه به د ۱۴۰۵ کال د لړم/ عقرب میاشتې ۶مه نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د افغانستان .ا. ام/ارت د چارو ادارې لوی ریاست د مرمرین ماڼۍ ترڅنګ، د کابل ښار، پښتونستان واټ کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS