د کابل ولایت د ښوونیزو بنسټونو د زده کوونکو ترمنځ د ا/مارت پېژندنې سیالۍ ترسره شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۱:۴۹
ert
د کابل ولايت د شکردرې او ميربچه کوټ ولسواليو د پوهنې مسئولينو، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو د چارواکو په همکارۍ، د ميربچه کوټ او شکردرې ولسواليو د مدارسو او ښوونځيو د ٩٩٥ تنو زده کوونکو ترمنځ د ا/مارت پېژندنې سيالۍ په لاره واچول شوې؛ چې له دې ډلې ۶۷۰ تنه زده کوونکي د شکردرې او پاتې ۳۲۵ تنه نور زده کوونکي د میر بچه کوټ ولسوالۍ څخه دي.
د آزموینې د داور پلاوي له هر اړخیزې ارزونې وروسته د لومړي څخه تر درېیمې درجې پورې ممتازو زده کوونکو ته حایزې او پاتې ۱۷ تنو نورو هغو ته د یادو ولسوالیو د پوهنې مسؤلینو له خوا ډالۍ ووېشل شوې.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS