د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو سپورټي سیالۍ پای ته ورسېدې

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۱۲
sadfrg

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو ریاست د بدني روزنې او سپورټ څانګې د پلان له مخې، څو ورځې وړاندې د پغمان ولسوالۍ د ۱۲ بابه ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ د واليبال خزاني سیالۍ پیل شوې.
یادې سیالۍ تر سختو رقابتونو وروسته پای ته ورسېدې او په وروستۍ لوبه کې چې د پغمان او حضرت عثمان لېسو د زده‌کوونکو ترمنځ ترسره شوه، د پغمان لېسې لوبډله وتوانېده، چې دغه سیالي د درې پر یو (۳–۱) پایلې سره په خپله ګټه تمامه کړي.
د مراسمو په پای کې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو ریاست د بدني روزنې مسئولینو له لوري غوره لوډلو ته د هغو د هڅونې په موخه ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS