د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو سپورټي سیالۍ پای ته ورسېدې
د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زدهکړو ریاست د بدني روزنې او سپورټ څانګې د پلان له مخې، څو ورځې وړاندې د پغمان ولسوالۍ د ۱۲ بابه ښوونځیو د زدهکوونکو ترمنځ د واليبال خزاني سیالۍ پیل شوې.
یادې سیالۍ تر سختو رقابتونو وروسته پای ته ورسېدې او په وروستۍ لوبه کې چې د پغمان او حضرت عثمان لېسو د زدهکوونکو ترمنځ ترسره شوه، د پغمان لېسې لوبډله وتوانېده، چې دغه سیالي د درې پر یو (۳–۱) پایلې سره په خپله ګټه تمامه کړي.
د مراسمو په پای کې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زدهکړو ریاست د بدني روزنې مسئولینو له لوري غوره لوډلو ته د هغو د هڅونې په موخه ډالۍ ورکړل شوې.
