د کابل ولایت په استالف ولسوالۍ کې د والیبال خزاني ټورنمنټ پای ته ورسېد

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۰:۲۸
ظسسر

د والیبال خزاني ټورنمنټ سیالۍ چې تېره اوونۍ د کابل ولایت په استالف ولسوالۍ کې د ښوونځيو د ۶ لوبډلو تر منځ پیل شوې وې، د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده‌کړو ریاست د بدني روزنې مسئولینو په حضور کې پای ته ورسېدې.
 په یادو مراسمو کې د استالف ولسوالۍ پوهنې مسئولین، استادان، زده‌کوونکي او ګڼ‌شمېر د سپورټ‌مینه‌وال حاضر وو.
د پورته ذکر شوي ټورنمنټ په پایلوبه کې د استالف ولسوالۍ د مرکز منځني ښوونځي لوبډله د همدغې ولسوالۍ له پوهنې آمریت لوبډلې سره مخامخ شوه، چې په پایله کې د مرکز منځني ښوونځي لوبډلې وکولای شول، په درې ـ صفر نومرې ترلاسه کولو سره مقابلې لوبډلې ته ماته ورکړې او خپله بریا تر لاسه کړي.
د مراسمو په پای کې د مسئولینو له لوري د ګټونکي لوبډلې لوبغاړي په سپورټي ډالیو وویاړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

په غزني ولایت کې د مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره مېتوديکي سیمینار جوړ شو

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۹ ورځنی ښوونیز سیمینار، د یاد ولایت په ۹ ولسوالیو کې د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره پیل. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیا
د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ علم‌پروره خلکو لخوا د یادې ولسوالۍ له پوهنې آمریت سره ۲۸ زره افغانۍ مرسته شوې، چې د همدغه آمریت اړوند ودانۍ بیارغونې او د اړتیا وړ توکو پېرودلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۴
Background image

ارزګان ولایت کې د ښوونکو مسلکي ظرفیت لوړولو ورکشاپ پیل شو

د ارزګان ولایت پوهنې ریاست د ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ساینس او ​​ریاضياتو ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره شپږ ورځنی ورکشاپ پیل کړ.
یاد شپږ ورځنی ورکشاپ، چې د فزیک، کیمیا،. . .

BACK TO NEWS