د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې یو باب لومړنی ښوونځی تاسیس شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۳:۳۸
111

د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند په دهن قم کلي کې د ابوبکرصدیق «رضی الله عنه» لومړنی ښوونځی، د پوهنې مسئولینو، علماوو او د سیمې د قومي مخورو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته چمتو شو.

د کابل ولايت پوهنې مسئولين وايي: د سروبي ولسوالۍ د څو کليو اړوند د پوهنې دوستو خلکو خپله شخصي (یو جرېب ځمکه )، د یاد ښوونځي د جوړولو لپاره پوهنې رياست ته وقف کړه.

د سروبي ولسوالۍ پوهنې آمر د سیمې د با احساسه خلکو له وطن دوستۍ څخه د مننې ترڅنګ، ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به د یاد ښوونځي لپاره ودانۍ په اساسي ډول ورغول شي.

د يادونې وړ ده، چې د دغه ښوونځي په جوړېدو سره د يادې ولسوالۍ د څلورو کليو شاوخوا ١٥٠ تنو ماشومانو ته د زده کړو آسانتیا برابره شوه.

د سيمې اوسېدونکو هم په علمي ډګر کې د پوهنې رياست له هلو ځلو مننه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۳:۲۰
Background image

د پوهنې وزارت د خدماتو رئیس نورستان ولایت ته ولاړ

د پوهنې وزارت د خدماتو د رئیس استاد حبیب الله خالد په مشرۍ د یاد وزارت رسمي پلاوی په یو رسمي سفر نورستان ولایت ته ورسېد.
په پیل کې پلاوي د یاد ولایت له والي او پوهنې رئیس سره وکتل او. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۲:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت سرپرست خوست ولایت ته په رسمي سفر ولاړ

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوی، د یو رسمي سفر په ترڅ کې خوست ولایت ته ورسېد.
خوست ولایت ته د پوهنې وزارت د سرپرست له سفر اساسي موخه، د مدارسو او. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۲:۴۲
Background image

د پوهنې په برخه کې د میدان وردګ ولایت عامو خلکو، شوراګانو او تعلیمي بنسټونو د تېرې یوې میاشتې لاسته راوړنو لنډیز

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي، د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د یاد ولایت په سیداباد، بند چک، جلریز، نرخ او مرکز بهسودو ولسوالیو کې د خلکو او د پوهنې ملاتړو بنسټونو لخوا د. . .

BACK TO NEWS