د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې د یو باب ښوونځي د تاسیسولو له پروسې څخه ارزونه وشوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۱:۱
یسبفلغ

د کابل ولایت پوهنې ریاست پلاوی موسهي ولسوالۍ ته واستول شو، ترڅو د حاجي عبدالقادر خان لومړني ښوونځي تاسیسولو له پروسې څخه بیاکتنه او ارزونه وکړي.
په پلان کې ده، چې د موسهي ولسوالۍ د عباس‌قلي کلي اوسېدونکو په غوښتنه، هلته د یو باب لومړني ښوونځي څانګه جوړه شي.
له همدې امله د موقعیت، اړتیا او په پورته ذکر شوې سیمه کې د ښوونځي تاسیسولو د ارزونې لپاره چې د ګاونډیو کلیو اړتیاوې هم پوره کړي، د پوهنې ریاست د چارواکو یو پلاوی سیمې ته لاړ، ترڅو د تاسیس شرایط او د ښوونځي جوړولو اړتیا په دقت سره وڅېړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

په غزني ولایت کې د مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره مېتوديکي سیمینار جوړ شو

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۹ ورځنی ښوونیز سیمینار، د یاد ولایت په ۹ ولسوالیو کې د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره پیل. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیا
د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ علم‌پروره خلکو لخوا د یادې ولسوالۍ له پوهنې آمریت سره ۲۸ زره افغانۍ مرسته شوې، چې د همدغه آمریت اړوند ودانۍ بیارغونې او د اړتیا وړ توکو پېرودلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۴
Background image

ارزګان ولایت کې د ښوونکو مسلکي ظرفیت لوړولو ورکشاپ پیل شو

د ارزګان ولایت پوهنې ریاست د ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ساینس او ​​ریاضياتو ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره شپږ ورځنی ورکشاپ پیل کړ.
یاد شپږ ورځنی ورکشاپ، چې د فزیک، کیمیا،. . .

BACK TO NEWS