د کابل ولایت په یوه ښوونځي کې د څښاک پاکو اوبو ستونزه حل شوه
د کابل ولایت د قرهباغ ولسوالۍ باغ علم لېسې د زدهکوونکو او کارکوونکو لپاره د پاکو اوبو د نشتون ستونزې حل په موخه، د یوه خیریه بنسټ په مالي مرسته د ۶۳ زره او ۲۰۰ افغانیو په لګښت په یاد ښوونځي کې د اوبو یوحلقه څاه وکیندل شو.
د کابل ولایت پوهنې مسوولین وایي، د یاد څاه په کیندلو سره د سلګونو زدهکوونکو او کارکوونکو پاکو اوبو ته د لاسرسي ستونزه هواره شوې ده.
