د کابل ښار په یوه ښوونځي کې کتابتون پرانیستل شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۱:۱۵
5145641

د کابل ښار غازي عالي لېسې لپاره د پوهنې یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ، د ۸ زره امریکايي ډالرو په ارزښت یو مجهز کتابتون جوړ او د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کابل ښار پوهنې رئیس مولوي حسیب‌الله صاحب‌زاده، د یادې ملاتړې ادارې له ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ وویل چې دغه کتابتون د زده‌کوونکو د څېړنې او مطالعې لپاره یو ارزښتناک علمي مرکز دی. نوموړي د غازي عالي لېسې له زده‌کوونکو او ښوونکو وغوښتل، چې د دغه کتابتون له علمي سرچینې څخه د خپلو علمي وړتیاوو د لوړولو په موخه اغېزمنه او غوره ګټه واخلي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د لوګر ولایت په یوه ښوونځي کې د دوو نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ کتب‌خېل لېسې لپاره د دوو نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې د سیمې د اوسېدونکو په ۲۰۰ زره افغانیو مالي ملاتړ پیل شوې.
ټاکل شوې ده، چې د پورته ذکر شويو درسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۱۴
Background image

له یو شمېر کډوالو ماشومانو څخه په ښوونځیو کې د جذب په موخه ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست، ملک ته له راستنو شویو ۴۵۰ تنو کډوالو ماشومانوڅخه د ښوونیزې سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د کابل ښار پوهنې رئیس محترم مولوي حسیب‌الله صاحب‌زاده، د علم او زده‌کړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۰:۵۶
Background image

په دایکنډي ولایت کې د سیمه‌ییزو ښوونځیو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو روزنیزه برنامه پیل شوه

د دایکنډي ولایت د سیمه‌ییزو ښوونځیو ۱۳۲ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه، د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي شیرمحمد صدیقي په حضور کې پیل شوه.
دغه. . .

BACK TO NEWS