د کندهار د پوهنې رییس د تخته پل او بولدک ولسوالیو د ښوونځیو څخه لیدنه او نظارت وکړ

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۵ - ۱۲:۱۵
د کندهار د پوهنې رییس د تخته پل او بولدک ولسوالیو د ښوونځیو څخه لیدنه او نظارت وکړ

د پوهنې وزارت_کندهار: د کندهار د پوهني رئیس پوهنیار محب احمد روښان د ښوونځیو څخه د نظارت په ترڅ کي د نوموړي ولایت د تخته پل او بولدک ولسوالیو ته سفر وکړ
ښاغلي روښان د تخته پل ولسوالۍ د پوهني امریت د مسؤلینو او قومي مشرانو په ملتیا د یادي ولسوالۍ د یو شمیر ښوونځیو د اداري او تدریسي چارو څخه لیدنه وکړل د دوی د اداري او تدریسي پلانونو ترڅنګ یې د ښوونکو زده کړیز بهیر وڅاری.
دغه راز ښاغلي روښان په بولدک ولسوالۍ کي هم د یادي ولسوالۍ د مسؤلینو، د پوهني د امر او قومي مشرانو په ملتیا د ښوونځیو د اداري او تدریسي چارو څخه د لیدني په ترڅ کی یې د دوی نمګړتیاوي په ګوته او په اړوند برخو کي یې لارښوونه ورته وکړل ښاغلي روښان په یادو ولسوالیو کي د مسؤلینو او قومي مشرانو څخه غوښتنه وکړل ترڅو د پوهني د بهیر سره همکاره اووسي ترڅو یو وړ پوهنیز بهیر مو رامنځته کړی وي .
د پوهنې رییس په بولدک ولسوالۍ کي د هغو ساختماني پروژو څخه هم لیدنه وکړل چي کارونه یې په بیړه روان دي نوموړي په یاده برخه کي د یادو پروژو د شرکتونو مسؤلینو ته لارښوونه وکړل ترڅو د ټاکل سوي پلان له مخي خپلي ساختماني چاري مخته یوسي دغه راز یې د سیمي د مسؤلینو څخه غوښتنه وکړل ترڅو د یادو ساختماني چارو په نظارت کي بشپړه همکاري وکړي ترڅو د دوی د اولادونو د پاره یو وړ زده کړیز ماحول رامنځته شوی وي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۸
Background image

د ولایتونو له پوهنې ‌ډګره څو لنډ خبرونه

پنجشېر
  د یوه علم‌پرور شخص لخوا د ۲۵ زره افغانیو په ارزښت د پنجشېر ولایت مرکز اړوند له بي بي آمنې لېسې سره د ۱۹۸ ټوکه درسي کتابونو، یو پایه کمپیوټر او یو پایه پرنټر مرسته وشوه.

 لوګر
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۴
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۲ میلیونو افغانیو څخه په زیات لګښت د یوه ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت شهربزرګ ولسوالۍ اړوند بریخم لېسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد په حضور کې کېښودل شوه.
دغه ودانۍ چې په اساسي او پاخه ډول د ۱۲. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په خوست ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره شوې

د خوست ولایت پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې هېواد ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره کړې، چې له مخې یې ټولټال ۸۶۴ تنه زده کوونکي ښوونځیو او ۳۵. . .

BACK TO NEWS