د کندهار ولایت د یوه ښوونځي زده‌کوونکو د رياضي  په نړۍوالو سیالیو کې مډالونه وګټل

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۰:۰
548

د کندهار ولایت د شاه حسین هوتک افغان ـ ترک لېسې ۳۹ تنو ممتازه زده‌کوونکو د ۲۰۲۶ میلادي کال د رياضي په نړۍوالو سیالیو کې چې د ټایوان هېواد په کوربه‌توب ترسره شوې، د پام وړ بریاوې ترلاسه او په پايله کې يې د سرو زرو، سپینو زرو او برونزو مډالونه وګټل.
په دغو سیالیو کې ۳زده‌کوونکو د سرو زرو، ۱۶ زده‌کوونکو د سپینو زرو او ۲۰ زده‌کوونکو د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.
همدارنګه د يادو زده‌کوونکو د بریاوو د ستاینې او هڅونې په موخه جوړو شويو مراسمو کې د کندهار ولایت پوهنې مسوولینو، د ښوونځیو آمرینو او یو شمېر ښوونکو ګډون کړی و او د زده‌کوونکو دغه نړۍواله لاسته راوړنه یې د ملک د پوهنیز نظام لپاره یو ویاړلی ګام وباله.
دغه راز ګډونوالو د پورته ذکر شويو زده‌کوونکو له هڅو، زحمتونو او علمي وړتیاوو ستاینه او قدرداني هم وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۵:۲۱
Background image

رسنیز بلنلیک

د کابل ولایت پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د ياد ریاست د نوې ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسم د پوهنې وزارت مشرتابه، د کابل ولایت پوهنې ریاست مسوولینو، علماء کرامو او يو شمېر نورو مېلمنو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د تفتیش رئیس بادغیس ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تفتیش رئیس محترم مولوي عتیق الله مؤذن د خپل کاري سفر په ترڅ کې بادغیس ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم مولوي صدیق الله محسن سره وکتل.
په دې لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۳:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، د تشکیلاتو اړوندو چارو ترسره کولو او د زابل ولایت د ښوونیزو مرکزونو د ښوونکو، مدرسینو او اداري کارکوونکو د کمښت د ستونزو حل په. . .

BACK TO NEWS