د کندوز ولایت د پوهنې رییس ولس ته دخپلي ادارې کلني راپور وړاندي کړ
د پوهنې وزارت_کندوز: د کندوز د پوهنې ریس نجیب الله ثاقب ولس ته د خپلې ادارې د کلني راپور وړاندي کولو کې
سږ کال د تیرو کلونو په پرتله د ولایت مقام د رهبرۍ په ملاتړ کندوز ولایت پوهنې ریاست کې د پام وړ پرمختګ شوی دی چې همدا شیبه د کندوز مرکز او ولسوالیو کې د ۷۵ ښوونځیو د ودانیو جوړیدو چاري روانې دي.
د ښاغلي ثاقب په وینا چې یواځي سږکال د معارف د استخدام او انډولیز پرمختګ په برخه کې شاوخوا ۲۲۰۰ ښوونکي ګمارل شوي دې او همدا شان د ښوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې شاوخوا ۳۵۰۰ ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې پروګرامونه جوړ شوي دي.
د ښاغلي ثاقب په وینا چې د کندوز مرکز او ولسوالیو کې د ښوونیز نصاب، تدریسي کیفیت، تشکیل او په ټوله کې د معارف د پیاوړتیا لپاره د پام وړ پرمختګ شوی دی.
