د کونړ ولایت د ښوونځیو مسئولینو لپاره مسلکي سیمینار پیل شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۵:۴۹
25156

د کونړ ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره مسلکي سیمینار، د پوهنې وزارت د ښوونکو مسلکي پراختیا رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم عمري او د یاد ولایت پوهنې چارواکو په حضور کې پیل شو.

د پوهنې وزارت د ښوونکو مسلکي پراختیا رئیس د دغه سیمینار د رول او اهمیت په اړه خبرې وکړې او له ګډون‌والو یې وغوښتل چې له سیمینار څخه ترلاسه کړي مهارتونه په خپلو دندو کې پلي کړي.

د سیمینار ګډون‌والو هم د داسې علمي او مسلکي پروګرامونو له پیل څخه خوښي څرګنده او د ورته نورو پروګرامونو ترسره کولو غوښتنه یې وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS