د یو باب ښوونځی  الحاقیه دوباره د پوهنې ریاست په ملکیت کې ثبت شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۱۲:۱۵
123

د میدان وردګ ولایت جلرېز ولسوالۍ د اوسېدونکو په هلو ځلو او د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو د همکارۍ په پایله کې، د دغې ولسوالۍ د امام اعظم عالي لېسې الحاقیه چې د یو فرصت طلبه شخص تر کنټرول لاندې  وه او هلته پکې اوسېده، دوباره د پوهنې ریاست ته وسپارل شوه او د زده کونکو لپاره د استفادې وړ وګرځېده.
د يادونې وړ ده، چې ياده الحاقیه په ١٣٩٠ هجري لمريز کال کې د "بارک" مؤسسې لخوا د يو ميليون او پنځه سوه زره افغانيو په ارزښت جوړه شوې وه، چې په دې وروستيو کې د پوهنې رياست د املاکو د مديريت په همغږۍ په رسمي ډول د پوهنې په ملکیت کې ثبت شوه. 
د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست مشرتابه، د پوهنې په برخه کې د ولسونو په ځانګړې توګه د جلرېز ولسوالۍ شریفو اوسېدونکو له همکارۍ او ملاتړ څخه مننه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS