د یو شمېر ولایتونو د دیني مدارسو طلابو ترمنځ علمي سیالۍ ترسره شوې
څه موده وړاندې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت له لوري د ملک په څلورو ولایتونو؛ غزني، لوګر، بامیان او پنجشېر کې د دیني مدارسو او دارالعلومونو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې په برخه کې علمي سیالۍ ترسره شوې، چې پایلې یې د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان او ممتازو طلاب العلم ته ډالۍ ووېشل شوې.
په دې غونډه کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت مسوولینو په خپلو خبرو کې د سیالیو د بهیر د روڼتيا او منظم تنظیم ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې د همدې موخې لپاره د دارالعلومونو رئیس محترم مولوي عبدالقُدوس قدوسي، بامیان ولایت ته سفر کړی و.
همدارنګه د ممتازو طلابو لاهڅونې په موخه تر لسم مقام پورې غوره شویو ګډونوالو ته ارزښتمنې جایزې ورکړل شوې.
