د ۱۴۰۵ لمریز کال کانکورازموینې پایلې اعلان شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۳۶
5446

د ملک د ټولو ولایتونو د مدارسو او ښوونځیو فارغانواړوند ۱۴۰۵ لمریز کال کانکور ازموینې پایلې، د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ازموینوملي ادارې لوی رئیس شیخ عبدالباقي حقاني، مسوولینو، د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین شیخ عبدالمالک حقاني او یو شمېر لوړپوړو چارواکو په حضور کې اعلان شوې.
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین په یادو مراسمو کې د کانکور په بهیر کې ممتازو زده‌کوونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ، په ځانګړي ډول عبدالمجید د عبدالعزیز زوی، د غور ولایت فارغ چې د ۳۲۷،۱۹نمرو په ترلاسه کولو یې او راشد د پهلوان زوی، د پروان ولایت د محمد ملا شهید لېسې فارغ چې د ۳۶۰ نمرو په ترلاسه کولو یې د مدارسو او ښوونځیو د فارغانو ترمنځ د سږ کال کانکور لومړي مقامونه خپل کړل، مبارکي وویله او څرګنده یې کړه:«د افغانستان اسلامي ا/مارت د پوهنې وزارت هڅه کوي، چې غوره او علمي استعدادونه نړۍ ته وروپېژني.»
نورو ویناوالو هم د موضوع په اړه خبرې وکړې او د ځوانانو د استعدادونو د ودې او د مسلکي کادرونو روزنې په موخه یې د اسلامي ا/مارت له لوري د ترسره شویو لازمو اقداماتو او اسانتیاوو یادونه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS