رسنیز بلنلیک

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۵:۳۴
123

ټاکل شوې ده، چې د پوهنې وزارت د مرکزي هستې اړوند ۷ او ۸ بستونو د (۲۰۸) تنو اجیرانو لپاره، د سواد زده کړې کورسونه په رسمي ډول د یاد وزارت د مسئولینو په حضور کې پرانیستل شي.

وخت: ۱۰/۲۲ /۱۴۴۶ (۳۱ / ۰۱ /۱۴۰۴ لمریز کال)، یکشنبې ورځ، د سهار ۹:۳۰؛
پته: ده افغانان، د پوهنې وزارت مرکزي ودانۍ، د پوهنې وزارت کلوپ؛ 
تاسو ښاغلو خبریالانو ته په ډېر درنښت بلنه درکوو، چې د یاد پروګرام په خبري پوښښ کې راسره همکاري وکړئ.

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۵:۷
Background image

د لوګر ولایت په یو باب ښوونځي کې درسي ټولګي جوړ شول

د لوګر ولایت پوهنې مسئولینو په وینا، د ۵۰۰ زرو افغانیو په لګښت
د مرکز اړوند په شش‌قلعه کلي کې د سیمې د خلکو په مرسته د یو باب ښوونځي لپاره ۳ نوې درسي ټولګي په پاخه او اساسي بڼې جوړ شول،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۳:۵۵
Background image

د امام ابوحنیفه (رح) له دارالعلوم څخه نږدې ۱۰۰ تنه طلاب فارغ شول

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت له خوا، د امام ابوحنیفه (رح) دارالعلوم د دولسم او څوارلسم ټولګي ۹۹ تنو فارغانو لپاره د فراغت شانداره مراسم ترسره شول.
په یادو مراسمو کې د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

BACK TO NEWS