رسنیز بلنلیک

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۵:۳۰
545

د فوټسال لوبې هغه سیالۍ چې په دې وروستیو کې د کابل ښار د ۲۸ بابه ښوونځیو د زده‌کوونکو سپورټي لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، په پام کې ده چې د اساسي او ثانوي زده‌کړو ریاست د چارواکو، د بدني روزنې ښوونکو، زده‌کوونکو، لوبغاړو او د سپورټ مینه والو په حضور کې د همدغو سیالیو پایلې اعلان شي.

وخت: ۲/۴/۱۴۴۷ (۳/۷/۱۴۰۴) نېټه، پنجشنبې ورځ، د سهار ۹:۰۰ بجې؛

پته: شهرنو، زنبق څلورلارې، د اماني عالي لېسې سپورټي جمنازیم؛

تاسو د رسنیو محترمو خبریالانو ته په درنښت بلنه درکوو، چې د یادو سیالیو د پایلو اعلان په خبري پوښښ کې زموږ سره همکاري وکړئ.

د پوهنې وزارت

د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ولایت کې د دوو ښوونځیو له ازمېښتنونو څخه حمایوي څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست یوه پلاوي د ازمېښتنونو وضعیت ارزونې او له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالۍ اړوند بګرامي. . .

BACK TO NEWS