زابل ولايت کې یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۳ - ۱۵:۲۸
زابل ولايت کې یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه

پوهنې وزارت ، زابل: د زابل ولایت قلات ښار پورې اړوند بي بي خالا ښوونځي ته نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یاد ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په یو پوړ کې د ښار جوړونې او ځمکو وزارت له لوري د ۱۲ میلیونه افغانیو په مجموعي لګښت جوړه شوې، چې ۸ ټولګي، یوه اداري خونه، د اوبو څاه، ۵ غرفې تشنابونه، د احاطې ديوال، زده کوونکو لپاره ۳۲۰ پایې میزونه او څوکۍ او نورې اړینې ښوونیزې آسانتیاوې لري چې په جوړیدو سره یې د یاد ښوونځي زده کوونکو ته د تعليم خوندې چاپیریال برابر شو.

د زابل ولایت پوهنې رئيس نصرالله زاهد د یادې ودانۍ په جوړیدو خوښي څرګنده کړه، له زده کوونکو يې وغوښتل چې د ودانۍ ساتلو ته جدې پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

 لوګر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لوګر ولايت مرکز اړوند «پادخواب‌شانه» کلي د شهیدانو لېسې کتابتون ته ۱۷۸ ټوکه کتابونه، ۵ مېزونه او ۲۰ څوکۍ ورکړل شوې. 
همدارنګه د سیمې د خلکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ اړوند په الهندي خانه سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په ګډون، د دیني علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په حضور کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۳
Background image

د پکتیکا ولایت په ښوونځیو کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د جذب ازموینه واخیستل شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له ۷۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د ياد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد وایي چې د دغې ازموینې لپاره ۱۳۰ تنو ماشومانو نوم. . .

BACK TO NEWS