سینګال هیواد ته د پوهنې وزیر د سفر د خبرونو لړۍ/۴
پوهنې وزیر سینګال هیواد ته د سفر په لړ کې د GPE نړیوال پروګرام له اجرایوي رئیس آلیس آلبرایت سره وکتل.
پوهنې وزارت- داکار: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د سینګال هیواد مرکز داکار ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د GPE نړیوال پروګرام له اجرایوي رئیس آلیس آلبرایت سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
دا لیدنه چې د Ministerial Advisory Group Retreat نړیوالې ناستې په څنډه کې تر سره شوه؛ دواړو لورو په افغانستان کې د ښوونې او روزنې وروستنۍ حالت د ګډو همکاریو پر اساس و څیړه.
په دې غونډه کې پوهنې وزیر د افغانستان ښوونې او روزنې وروستني حالت څخه د راپور وړاندې کولو ترڅنګ، د ښوونیز نصاب، ښوونځي څخه بهر ماشومانو، د نجونو زده کړو په برخه کې د شته ستونزو څخه یادونه وکړه.
ډاکتر بلخي د GPE نړیوال پروګرام له اجرایوي رئیس آلیس آلبرایت څخه وغوښتل ترڅو په ټول افغانستان کې د ښوونې او روزنې ښه والي او زده کړو ته د ماشومانو یوشان لاسرسي په موخه د نړیوالې ټولنې د ډير مرستو جلبولو په برخه کې هڅې وکړي.
په دې لیدنه کې د GPE د زده کړې لپاره د نړیوال ګډون پروګرام اجرایوي رئیس د افغانستان ماشومانو ښوونیز حالت ښه والي لپاره د پوهنې وزارت مشرتابه له هڅو څخه د ستاینې ترڅنګ؛ د همکاریو د پراختیا او دوام لپاره چمتووالي وښود.
د یادونې وړ ده چې پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د Ministerial Advisory Group Retreat په نړیواله ناسته کې د ګډون په موخه چې د ښوونې لپاره د نړیوال ګډون پروګرام (GPE) په کوربه توب د ۲۰۱۹ کال د نومبر په ۲ مه نیټه تر سره شو، سینګال هیواد ته سفر کړۍدۍ.
باید وویل شي چې (GPE) د ماشومانو ښوونې په برخه کې نړیوال ګډون پروګرام دې چې د ودې په حال کې د ۷۰ هیوادونو ملاتړ کوې.
