غزني ولایت کې د ۷.۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونه بشپړه شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۲:۵۸
طظزظطز

د غزني ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني په وینا، د یاد ولایت په مرکز سربېره ګیرو، اندړو او خوږیاڼو ولسوالیو کې د ۴ بابه ښوونځیو ترمیم او بیارغونه په دې وروستیو کې بشپړه او د پوهنې چارواکو، یو شمېر سیمه‌ییزو ادارو د استازو، علماءکرامو او مشرانو په حضور کې پرانیستل شول.
د پوهنې رئیس زیاته کړه: د پورته ذکر شویو ښوونځیو د بیارغونې مالي لګښت د پوهنې وزارت له بودیجې څخه ورکړل شوی او موخه یې د زده‌کوونکو لپاره مناسب تعلیمي چاپېریال چمتو کول دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د پوهنې وزارت د معیاري ازموینو پلاوي د کابل ښار پوهنې رٸيس په شمول د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معين او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت یو باب ښوونځی ورغول شو

د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ یالور منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت ترسره شوې وې، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره د درسي ټولګیو او يو محراب جومات جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په «کنډي‌میل» سیمه کې د تحسین‌القرآن دیني مدرسې د ودانۍ جوړولو چارې، د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، پر ۷ جریبه ځمکه د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د یاد. . .

BACK TO NEWS