لغمان کې د مرکزي دارالمعلمین د لیلیې ودانې پرانیستل شوه
پوهنې وزارت، لغمان: د لغمان ولایت مرکزي دارالمعلمین کې د نجونو لپاره لیلیه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په همدې موخه له ارګ څخه په انلاین بڼه جوړو شویو مراسمو کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح او د کابینې د یو شمېر غړو له لوري د سل ورځې او سل زیري پروګرام په چوکاټ کې د پوهنې اونۍ په لړ کې د لغمان ولایت زیری شریک کړای شو.
یاده ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړنو کې د ښار جوړونې وزارت له لوري د ۱۷ افغانیو په مجموعي لګښت جوړه شوې، چې ۲۰ خونې او نورې اړوندې آسانتیاوې لري.
د لغمان ولایت د والي مرستیالې برېښنا ساپۍ د یادې ودانۍ په جوړویدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه : د دې لیلیې په جوړیدو سره به د هغو نجونو ستونزې حل شي چې کورنه یې په ولسوالیو کې دي او دوی په ډيرې سختۍ سره تګ راتګ کوي.
همدارنګه د مرکزي دارالمعلمین رئیسې سلسلې ساپۍ ، د پوهنې رئیس عبدالله حمیدي او د ولایتي شورا رئیس عتیق الله عبدالرحیمزي د دې لیلیې په جوړیدو خوښي څرګنده کړه ، له مرکزي حکومت او ولسمشر څخه یې مننه او قدردانی وکړ.
