له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د پوځیانو د وتلو د ۳۴ کليزې په مناسبت د پوهنې وزارت اعلاميه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۶ - ۸:۲۶
له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د پوځیانو د وتلو د ۳۴ کليزې په مناسبت د پوهنې وزارت اعلاميه

له نن څخه ۳۴ کاله وړاندې د سلواغې مياشتې په ۲۶ نېټه د افغان مجاهد ولس د نه هېرېدونکي جهاد، مقاومت، اتلولیو او قربانیو په پايله کې د پخواني شوروي هیواد آخرني یرغلګر پوځیان له افغانستان څخه وتښتېدل.
د پوهنې وزارت مشرتابه د یادې وياړلې ورځې په مناسبت افغان مجاهد ولس ته د مبارکي مراتب وړاندې کوي.
واقعيت دا دی چې دا وياړ د ټول افغان ولس د فرد، فرد مشترک وياړ او دا عظیمه فتحه د دې سرلوړي ولس د نهه کلن نه ماتیدونکي جهاد پايله وه.
روسانو په افغانستان کې د خپل نهه کلن پوځي حضور په مهال د هيواد د ښوونيزو بنسټونو په شمول ټول مادي او معنوي اساسات ونړول او ګران هيواد ته يې نه جبرانيدونکي او نه هیریدونکي زیانونه واړول، خو افغان ولس هېڅکله خپله روحيه له لاسه ور نه کړه، د روسانو له ماتې وروسته يې امریکا هم په ګونډو کړه او له زياتې مودې وروسته يې د اسلامي امارت تر قیادت لاندې یو مستقل، مرکزي او پياوړی نظام تاسیس او د الله تعالی په نصرت يې هيواد د څلوېښت کلن بحران له منګولو څخه خلاص کړ.
اسلامي امارت په خپلو هيوادوالو غږ کوي چې لاس ته راغلی فرصت ضايع نه كړي، بلکې ور څخه اعظمي استفاده وکړي.
نړيوالو ته مو هم پيغام دا دی، چې راځئ د تفاهم او مثبت تعامل په درلودلو سره د متقابلې همکاري فضا را منځ ته کړو او په ګډه سره د ناخوالو په وړاندې مقابله وکړو. والسلام

د ا.ا.ا د پوهنې وزارت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۷
Background image

په غزني ولایت کې د ۴۰۰ تنو څخه ډېر زده‌کوونکي له خوندي تعلیمي چاپېریال څخه برخمن شول

د غزني ولایت ناور ولسوالۍ اړوند په چهارقلعه سیمه کې د «شهید محمد حسن» ښوونځي ودانۍ د ولسي مرستو په مټ د ۲ مېلیونو افغانیو په لګښت جوړه او د پوهنې مسئولینو لخوا رسماً پرانیستل شوه.
په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۳
Background image

د پوهنې محترم وزیر، په بلخ ولایت کې د ۴۰ مېلیونه افغانیو په لګښت ۳۰ ترمیماتي پروژو پرانیستې

د هېواد د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، شمالي ولایتونو ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې، دا ځل په بلخ ولایت کې د ۳۰ بابه تعلیمي مرکزونو بیارغونې پروژې چې پکې د ښوونځیو ودانۍ، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

په جوزجان ولایت کې څو ترمیماتي پروژې پرانیستل شوې

په هغو مراسمو کې چې د پورته ذکر شویو پروژو د پرانيستې په موخه جوړ شوي وو، پکې د جوزجان ولایت والي محترم الحاج قاري گل حيدر شفق، پوهنې مسئولينو، د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت معين. . .

BACK TO NEWS