له مرکز او ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۷ - ۱۰:۱۲
له مرکز او ولایاتو څخه د پوهنې خبرونه.

جوزجان:
د پوهنې وزارت ستر سلاکار مولوي سید غیاث الدین آغا د جوزجان ولایت د پوهنې له رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد سره وکتل د پوهنې وزارت مشرتابه د ولایاتو د پوهنې ریاستونو ترمنځ په همغږۍ او انسجام او د زده کوونکو د علمي کچې د لوړولو په موخه خبرې وکړې.
کاپیسا:
د کاپيسا ولايت د محمود راقي لېسې د دولسم ټولګيو فارغانو د خپل فراغت په مراسمو کې یې په خپل لاس جوړ شوي علمي تجربې نندارې ته وړاندې کړل.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه د مبارکۍ او خوښۍ په څرګندولو سره دغو فارغانو ته د بریالیتوب هیله وکړه.
کابل:
د کابل ولايت د خاکجبار والسوالۍ د پوهنې آمر مولوي صلاح الدين ايوبي د يونيسف موسسې له ولايتي استازو سره وکتل او د کابل د وړې سیمې د نارينه او ښځينه ښوونځیو ستونزی یی ورسره شريکې کړې او په دې برخه کې يې د مرستو غوښتنه وکړه.
همدارنګه:
 د دې ولايت د سروبي والسوالۍ د پوهنې آمر شکرالله حيدر د OCCD موسسې له مسوولينو سره د يوې غونډې په ترڅ کې د دې والسوالۍ له پوهنې سره د دې ادارې د مرستو غوښتنه وکړه.
په یو بل خبر کې:
د کابل ولایت د سروبي والسوالۍ د پوهنې آمر اسلام الدین نیکزاد د عمر بن العاص لېسې څخه د څارنې په ترڅ کې د یادې ادارې د ښوونیزو، تدریسي او اداري وضعیت د لا ښه والي په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.
همدارنګه:
د کابل ولايت د استالف والسوالۍ د پوهنې آمر ملا شرافت الله اخندزاده وايي، چې د دې ولسوالۍ له ولسوال، امنيه قوماندان او نورو سيمه ييزو مسوولينو سره يې د ليدنې پر مهال د ورځنيو چارو د ترسره کولو په برخه کې د مرستو او همغږۍ هوکړې ته ورسېدل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي نصرت‌الله فیضاني سره وکتل او خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۲
Background image

په غزني ولایت کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړېږي

 د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په خاربلاق کلي کې د «بدرالشهدا» مدرسې بنسټ ډبره،
 د پوهنې مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده مدرسه د سیمې خلکو په مالي همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د درسي ټولګیو او کتابتون جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت په بکخېل ولسوالۍ کې « د فیض المدارس حمیدیه دیني مدرسې» لپاره د درسي ټولګیو او یو کتابتون جوړولو کارونه پیل شوي، چې ارزښت یې ۳۵۰ زره افغانۍ دی او د سیمې د خلکو په مالي. . .

BACK TO NEWS